AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۷ ۱۲:۱۲
Journalist ID: 5513
News ID: 85378506
T T
۰ Persons
د دوحې په ناسته کې به له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې پر تعامل خبرې وشي

کابل- ایرنا- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما سیاسي مسوول ویلي چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې به د افغانستان له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل پر پراخولو خبرې وشي.

کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په خبره؛ د یوناما د دفتر سیاسي مسوول سکاټ سمیټ نن (سه شنبې د سلواغې ۱۷مه) د سرپرست حکومت د سیاسي مرستیال د دفتر له عمومي رییس مولوي ذاکر سره په کتنه کې ویلي، د دوحې په راتلونکې ناسته کې له افغانستان سره د بشري او پرمختیايي مرستو پر دوام او له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو پر پراختیا او تعامل خبرې وشي.

مولوي ذاکرهم په دې ناسته کې وویل چې په نړیوالو غونډو کې د اسلامي امارت د حضور تر څنګ باید په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي څوکۍ هم اسلامي امارت ته وسپارل شي، تر څو اسلامي امارت له دې فرصت څخه په استفادې سره وکولای شي د نړیوالو اندیښنو ته ځواب ورکړي. 

ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د ملګرو ملتونو له خوا په دوحه کې د افغانستان لپاره د نړۍ د هېوادونو د ځانګړيو استازو غونډه جوړه شي.

د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت وايي، که د دې غونډې اجنډا او جوړښت په اړه معلومات د بهرنیو چارو وزارت په واک کې ورکړل شي، دوی به په کې د ګډون پرېکړه وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .